امریکا وایی، سرپرست افغان حکومت دې د ترهګرۍ ځپلو کې خپلې شوې ژمنې عملی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې خبری ناستې کې ویلی، باید ډاډ ترلاسه شی چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نور د سیمه‌ ییز ټیکاو د ګواښلو توان نه لری.
نوموړی زیاته کړې چې اوسنی افغان حکومت دې د ترهګرو په ځپلو کې د دوحې ژمنې عملی کړی.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالی کار اخیستنې په تړاو د ځینو هېوادونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې بنسټه ګڼی.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې امریکا او سرپرست افغان حکومت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورن کړی دی.
دغه هوکړه لیک کې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د کار نه اخیستل، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د اوسنیو افغان چارواکو وېستل او د ښځو د حقوقو په ګډون د بشری حقونو خوندیتوب د یاد هوکړه لیک له مهمو مادو څخه ګڼل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.