کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د اقتصادی ستونزو له امله د پاکستان د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او کارکوونکو شمېر ۱۵ سلنه کم کړی.
دوی ویلی، چې د مالی بحران له امله د دغه هېواد زیات شمېر سفارتونه هم تړل کیږی.
د پاکستان حکومت دغه راز اعلان کړی چې وروسته له دې به د فدرالی کابینې غړی معاش نه اخلی، خپل ټول لوکس دولتی موټر به دولت ته سپاری، ساتونکی به ترې اخیستل کیږی، په دولتی سفرونو کې به پرته له اضافی کارکوونکو او په ایکانومی کلاس کې سفر کوی او د سفر پر مهال به په ۵ ستورو هوټلونو کې نه اوسیږی.
د پاکستان حکومت ویلی چې نوی قوانین د نړیوال وجهی صندوق د شرایطو د پوره کولو لپاره ژر تر ژره تطبیقیږی او له امله به یې په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیارده پاکستانی روپۍ وسپمول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ