کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې افغان حکومت پاکستانی پلاوی ته وړاندیز کړی، چې که اسلام آباد مصارف ومنی، دوی به د تحریـ.ـک ط.البان پاکستان د غړو بې وسلې کولو برخه کې عملیات وکړی.
که څه هم افغان چارواکو ویلی، چې خپله خاوره کې هېڅ ډلې ته چې د نورو لپاره ګواښ وی، ځای نه ورکوی خو د دې ورځپاڼې د راپور له مخې دا موضوع د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړی وزیر په ګډون یوه غونډه کې مطرح شو.
دغه ورځپاڼه وایی، چې د افغان حکومت دغه طرحه جمعه په ورځ د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف په حضور کې د پاکستان د عالی کمېټې په غونډه کې وړاندې شوه.
د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، افغان طالبانو د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ په اړه د دغه هېواد د اندېښنو د حل لپاره چین ته هم ورته وړاندیز کړی و.
یاده ورځپاڼه په داسې حال کې دغه څرګندونې کړی چې پاکستان د سخت اقتصادی وضعیت له امله خپلو وزیرانو باندې معاشات بند کړی او تازه یې د بد اقتصادی وضعیت له امله یو شمېر سفارتونو د تړلو پرېکړه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ