کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې د ایران په تهران ښار کې افغان سفارت چې تر دې وړاندې د پخوانی جمهوری دولت له لوری اداره کېده، نن د سرپرست افغان حکومت اوسنیو ډیپلوماټانو ته وسپارل شو.
د پخوانی حکومت یو شمېر چارواکو د ایران پر دغې چارې نیوکه کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلی، چې دا د افغانستان داخلی موضوع وه او ایران په کې هېڅ ډول دخالت نه دی کړی.
ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې انځورونه ښکته_ پورته کیږی چې په کې د تېر نظام ډیپلوماټان د احمدشاه مسعود د انځور سره یوځای له سفارته د وتلو په حال کې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ