کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، هوایی دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زیاتوالی لپاره مهم دی او د سوداګرۍ د لا پراختیا او اسانتیا لپاره به هوایی دهلېزونو ته وده ورکړی.
د دغه وزارت سرپرست وایی، د افغانستان د نساجی په صنایعو کې د پانګونې او بیا رغونې له لارې به نه یوازې پرځان بساینې ته لاره هواره کړی، بلکې په دې لارې به هېواد کې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شی.
نوموړی وایی، دامهال افغانستان په ۵۲ سکټورنو کې پر ځان بساینې او په ۱۵ نورو سکټورونو کې نیمه ځان بساینې ته بیا نږدې شوی دی.
د نوموړی په خبره ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوی او دغه وزارت په هېواد کې د بیو د راټیټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلی.
اوس مهال د ځمکې او هوایی دهلېزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکی، تازه او وچه مېوه بهر ته صادریږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ