هېواد ته د حېرتان بندر له لارې ۱۴ زره ټنه توکی وارد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلی، د حېرتان_مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې تېره ورځ ۲۲۹ واګونه سوداګریز توکی د ۱۳ زره ۸۹۰ ټنو په وزن سره هېواد ته وارد شول.
د دوی په خبره د وارد شویو ډېره برخه خوراکی توکی دی.
د دغو مسوولینو په وینا ۳۶ واګونه الوګان او ممیز چې وزن یې ۲ زره ۳۷۱ ټنه کېده، له هېواده بهر ته صادر شول.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلی، هڅه کوی چې د توکو لېږد_رالېږد لپاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
د حېرتان بندر رېل پټلۍ د ازبکستان هېواد له پولې پیلیږی او تر مزارشریف ښار پورې دوام لری چې ۷۵ کېلومتره اصلی او ۳۱ کېلو متره فرعی خطوط لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.