کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایی، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېره سیمه یې په ناچاودو توکو پوښلې ده.
اوچا په ټویټ کې لیکلی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، څو افغانستان کې د دغو ناچاودو توکو پلټنه وکړی او بیا یاد توکی شنډ کړی.
دغې ادارې زیاته کړې، د دغو مالی امکاناتو په ترلاسه کولو سره به افغان خاروه له ناچاودو توکو پاکه کړی او همدارنګه د دغو توکو له امله قربانی شویو ۱.۴ میلیونه ژوندی پاتې شویو سره به مرستې هم ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ