کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې هغو ډیپلوماټانو ته د رسماً کار پیل کولو سپارښتنه شوې، چې د وزارت له لوری تېره ورځ یاد هېواد ته استول شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې تېره ورځ د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا استول شوی دیپلوماتان دې خپل کار رسما پیل کړی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوی څو د ډیپلوماټیکو فعالیتونو تر څنک، په بهر کې د افغانستان سیاسی استازولۍ په بشپړ مسووولیت او شفافیت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلی خدمات وړاندې کړی.
دوی وایی، د دې ترڅنګ چې د ترکیې جمهوریت سره سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټیکې اړیکې ځانګړی اهمیت لری، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهمیت لا زیاتوی او ایجابوی چې د افغان حکومت استازی په شفاف ډول ټول لازم خدمات وړاندې کړی.
تر دې یو ورځ وړاندې ایران کې هم د سرپرست افغان حکومت نویو ډیپلوماټانو خپلې چارې رسماً پیل کړې
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ