کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا مستوفيت چارواکو ویلي، چې د روان لمریز کال په اوږدو کې يې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي.
د دوی په خبره روان کال کې يې اداره په دې توانېدلې چې خپل کلني عواید تر ۲۰۸ میلیونه افغانیو پورې ورسوي، چې دا اندازه په نورو کلونو کې د دې نيمايي وه.
هېواد کې د اوسني سرپرست افغان حکومت په راتګ سره د عوایدو برخې ته توجه ډېره شوې، چې په پایله کې یې د پخوا په پرتله د عوایدو کمیت او کېفیت ښه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/