کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تر فراه وروسته نن د هرات په اسلام کلا کې هم نهه ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوی دی.
د سټنډرډ ملی ادارې پرون هم د فراه له ابو نصر فراهی بندره ۲۴ ټانکره بې کېفیته تېل ایران ته ګرځولی وو.
یادې ادراې ویلی، چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږی چې بې کېفیته توکی هېواد ته وارد کړی. تر دې وړاندې هم له ایران د بې کېفیته تېلو ټانکرونه مسترد شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ