افغان حکومت د ایټالیا په سویلی سمندر کې د کښتۍ پۀ ډوبېدو خواشینی ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ایټالیا په سویلی سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله چې ۲۵۰ تنه په کې سپارۀ وو، د نورو کسانو ترڅنګ په کې ۸۰ تنو افغانانو هم ژوند بایللی.
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره په دغې پېښې ژوره خواشینی ښودلې ده.
وزارت دغه خبرپاڼه کې مړو شویو ته د مغفرت او کورنیو ته د جمیل صبر غوښتلو ترڅنګ له ټولو افغانانو یو ځل بیا غوښتی، چې بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقی، ناقانونه او ناسمو لارو له لاری د تګ_راتګ څخه ډډه وکړی.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت په خېریه بنسټونو او په ځانګړی توګه د سره صلیب پر نړیوالې ادارې غږ کړی، چې د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا کولو او نقلولو کې د انسانی مکلفیت له مخې خپل مسوولیتونه تر سره کړی.
دې وروستیو کې د بې روزګارۍ او فقر له امله ګڼ شمېر افغانانو بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه کډوالۍ ته مخه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.