افغانستان کې د پوهنې د ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، روان زېږدیز کال کې د تعلیم د ملاتړ لپاره د ۲۱۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اړتیا ده.
دې بنسټ ویلی، په افغانستان کې ۸.۷ مېلیونه وګړی د زده کړو په برخه کې ملاتړ ته اړ دی چې دوی ترې ۳.۱ مېلیونه ته په روان ۲۰۲۳ کال کې لومړیتوب ورکړی دی.
اوچا دا پیسې په ټولنو کې نجونو ته د زده کړو، ښوونځیو ته د تجهیزاتو پېرلو، ښوونکو ته د روزنې او له لرې د زده کړو د خدماتو برابرولو ته غوښتې دی.
افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز نن ۵۳۲ ورځې پوره شوې.
په لوړو زده کړو کې یې د نجونو په لګولی بندیز هم شاوخوا دوه میاشتې اوړی.
ملګری ملتونه وایی، که نوی ښوونیز کال کې ښوونځیو ته اجازه ورنه کړل شی، څه باندې ۲۱۵ زره نورې هغه نجونې چې تازه اووم ټولګیو ته بریالۍ شوی، له زدکړو به بې برخې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.