د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د نیولو امر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پلازمېنه اسلام آباد کې یوې محکمې د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.
دغو رسنیو ویلی، پر دغې پخوانی لومړی وزیر تور دی چې د واک پر مهال یې له نورو هېوادونو اخیستی تحفې خرڅې کړې دی.
پاکستان کې د توشه خانه په نامه یوه اداره شته چې ولسمشر، لومړی وزیر او نورو چارواکو ته بهرنیو هېوادونو کې د سفرونو پر مهال ورکړل شوې تحفې هلته ساتل کیږی.
محکمې ویلی، چې عمران خان د سرو زرو یو ساعت او ځینې نورې تحفې چې د سعودی د بادشاه او ولیعهد له لوری ورکړل شوی وو، خرڅې کړې او یا یې خپل کور ته وړی دی.
جیو نیوز رسنۍ د خبر له مخې عمران خان تېره ورځ په دې قضیه کې د محکمې لخوا احضار شوی و، خو هغه محکمې ته له ورتګه انکار وکړ چې د محکمې قاضی بیا د هغه په غیاب کې د نوموړی د نیولو امر وکړ.
عمران خان تر شهباز شریف وړاندې د پاکستان د لومړی وزیر په توګه دنده مخته وړله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.