کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د العربیه نیوز د خبر له مخې د یونان لاریسا ښار ته نږدې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان مړه شوی او ۸۵ نور ټپیان دی.
دغې رسنۍ ته د اور وژنې د برخې یوه ویاند واسیلس واتراکوګیانیس تایید کړې، چې په دې پیښه کې یوه بار وړونکی اورګاډی له یو مسافر وړونکی اورګاډی سره ټکر کړی دی.
د ده په خبره مسافر وړونکی اورګاډی کې ۳۵۰ مسافر سپاره وو، چې تر اوسه د ۲۶ کسان جسدونه موندل شوی دی.
د یونان رسنیو دا ټکر تر اوسه په هغه هیواد کې تر ټولو ناوړه پېښه بللې ده.
د یونان د بېړنی حالت څانګې ویلی، چې کابو ۱۵۰ اور وژونکی او ۴۰ امبولانسونه یې سیمې ته استولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ