نورستان کې د سېلانیانو لپاره د سیمې پر کچه تر ټولو د لیرې فاصلې زانګو جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د نورستان ولایت له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوی، چې د ولایتی ادارې په هلو_ځلو د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې افغان تور شرکت غواړی راتلونکی لمریز کال په دغه ولایت کې یو داسې زانګو جوړه کړی، چې د سیمې په کچه به بې سارې وی.
د یاد ټیم انجینرانو په وینا دغه زانګو به ۱۵ سوه متره اوږده د یو کیلو متر په لوړوالی سره د پارون د ښار له پاسه دوه غرونو سره وصل شی.
د خبرپاڼې له قوله د نورستان اطلاعات او کلتور رییس ویلی، وزارت یې د دغې زانګو لپاره کافی بودیجه په پام کې نیولې ده او ټاکل شوې ده چې د دغې تخنیکی ټیم تر سروې وروسته به یې عملی چارې پیل شی.
نورستان د هیواد په ختیځ کې په طبعی ډول ښکلی ولایت دی چې هر کال ورته زرګونه سېلانیان د چکر او تفریح لپاره ورځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.