کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کابل ښاروالۍ ویلی، هڅه یې پیل کړې، چې د کابل ښار اړوندو سیمو ویجاړ شوی سړکونه بیا ځل ورغوی.
دوی زیاته کړې، چې تازه یې د ښاریانو د هوساینې په موخه تېره شپه له برکی څلور لارې تر ترافیکو څلور لارې پورې د غځېدلی سړک داغ ګیری او بیا رغونه کړې ده.
د کابل ښاروالۍ په وینا هغه کنډ او کپر سړکونه چې د ورځې لخوا ور باندې د ترافیکو ګڼه_ګوڼه ډېره او کنډ کپر وی، د خپلو ځانګړو ټیمونو پر مټ یې د شپې لخوا د رغولو چارې پیل کړی.
کابل د هېواد پلازمېنه او یو له لویو ښارونو څخه دی، چې موټر چلوونکو په کې تر دې وړاندې په کراتو د خرابو سړکونو له امله شکایتونه کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ