کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکی هیلی ویلی، پاکستان لږ تر لږه د ۱۲ ترهګرو ډلو کور دی.
نوموړې ویلی، سره له دې چې د پاکستان حکومتی چارواکو د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره په میلیونونو ډالر ترلاسه کړل، خو دغو چارواکو د یادو ډلو د ځپلو پرځای دوی نور هم ځواکمن کړل.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې مهال کړی چې د پاکستان حکومت دې وروستیو کې د سخت اقتصادی وضعیت سره د لاس او ګرېوان کېدو سربېره له امنیتی او سیاسی پلوه هم تر سختو تهدیدانو لاندې راغلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ