کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ له طلوع نیوز سره په یوې تازه مرکې کې ویلی، چې سرپرست افغان حکومت تر اوسه له امریکا سره د اړیکو عادی کولو لپاره بنیادی ګامونه نه دی اخیستی.
وېسټ ویلی، تر څو اوسنی افغان حکومت د ځینو مسایلو په اړه جدی پرېکړې ونه کړی، امریکا نشی کولی، چې په ملګرو ملتونو کې د دایمی استازولۍ او د کنګل شویو شتمنیو د ورسپارلو په تړاو ورسره خبرې وکړی.
نوموړی زیاته کړې، له دې اندېښنو سره_سره بیا هم واشنګټن د له سرپرست افغان حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
د ټام وېسټ په خبره واشنګټن د افغانانو ترمنځ د خبرو_اترو د پیلېدو غوښتونکی هم دی.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې دوی ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ساتنې او دوام لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړی دی.
د سرپرست افغان حکومت ویاند تور پورې کړ، چې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کوی او نۀ پرېږدی، چې د افغانانو ترمنځ اړیکې بېرته روغې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ