کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د استخباراتو ریاست له لوری د هرات ولایت په غیبتان سیمه کې تېره شپه د داعـ.ـش ډلې یو مهم پټنځای باندې عملیات ترسره شوی دی.
امنیتی سرچینو ځینو رسنیو ته تایید کړې، چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې یو مهم پټنځای په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې دننه د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه داعـ.ـش وسلوال له منځه تللی دی.
سرچینې ویلی، چې یادو عملیاتو کې امنیتی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
حکومتی رسمی سرچینو تر دا دمه د دغو عملیاتو او جزیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ