ایټالیا کې تر اوسه ۳۲ تنو ډوبو شویو افغانانو هویت معلوم شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلی، چې د ایټالیا په سوېل کې د ډوبو شویو کډوالو د هویت تر تایید وروسته، د مړو شویو افغانانو له ډلې یې د ۳۲ تنو هویت ترلاسه کړى دى.
دغه سفارت زیاتوی چې په روم کې د افغانستان سفارت مشرتابه د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له استازی سره په کتنه کې له افغان کورنیو سره د همکارۍ په برخه کې د اړتیاوو د حل غوښتنه وکړه.
د دغه سفارت د معلوماتو پر بنسټ، له پېښې وروسته د دغه هېواد پنځه اتباع د کروتون په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دغه کښتۍ چې نږدې ۲۵۰ تنه په کې سپارۀ و، څو ورځې وړاندې د ایټالیا په کروتون ښار کې د سمندر څپو ډوبه کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.