کونړ کې د ځنګلاتو د ساتنې ۳۰ کسیزه قطعه د ټول ولایت لپاره کفایت نۀ کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې وړمه شپه د کونړ د ماڼوګی ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې د یو ځنګل نږدې زر عدده شنې ونې وهل شوې وې، دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې قوماندان ویلی، دغه شمېر قطعه د ټول ولایت د ځنګلونو ساتنې لپاره بسنه نه کوی.
نوموړی منلې، چې د یاد ولایت په لیچلام سیمه کې نږدې زر عدده شنې ونې پرې شوې دی.
نوموړی زیاته کړې چې د ځنګولو د ساتنې په برخه کې به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړی.
سرپرست افغان حکومت دغه ۳۰ کسیزه قطعه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې څه موده وړاندې د کونړ ځنګلونو د ساتنې لپاره روزلې چې هلته د ځنګلاتو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.