معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت له انالوګ څخه ډیجیټل ته د زرګونه انالوګ مېټرونو د بدلولو لړۍ روانه کړې

برېښنا شرکت له انالوګ څخه ډیجیټل ته د زرګونه انالوګ مېټرونو د بدلولو لړۍ روانه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د دغه شرکت تخنیکي ټیمونو د کابل په مکروریانو سیمه کې له انالوګ څخه ډیجیټل ته د زرګونه انالوګ مېټرونو د بدلولو لړۍ روانه کړې، چې د یادې پروژې له پیله یې تر اوسه پورې شاوخوا ۵ زره ۲ سوه انالوګ مېټرونه په ډېجيټل باندې بدل کړي دي.
د یاد شرکت د مسوولینو په خبره د دې سیستم په ترتیب کېدو سره یوازې د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه راکمه شوې ده.
دغه راز برېښنا شرکت زیاته کړې، چې له انالوګ څخه ډېجټل باندې د سیستم تر بدلېدو وروسته عوایدو کې هم څه باندې ۲۰ میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس