د ایټالیې او ترکیې پولیسو ۲۷۱ ناقانونه کډوال له مرګه ژغورلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د ایټالیې او ترکیې چارواکو ویلی، بحری ځواکونو یې په دوو کښتیو کې سپاره شاوخوا ۲۷۱ تنه هغه کډوال ژغورلی، چې غوښتل یې په غیر قانونی توګه اروپا ته ولاړ شی. ایټالوی چارواکو زیاته کړې، د کب نیونې هغه کښتۍ یې له ډوبېدو ژغورلې چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو او په ناقانونه توګه یې سفر کاوه.
د ایټالیا سمندری ګارډ د ژغورنې ډلې چې دغو عملیاتو کې ونډه درلوده ویلی، یو تن یې د دغو کسانو د قاچاق په توګه هم نیولی دی، خو د ایټالیې حکومت نه دی ویلی چې دغه کډوال د کوم هېواد اړونده وو.
بلخوا د ترکیې حکومت ویلی چې پوله ساتونکو یې هغه نږدې ۶۰ تنه کډوال ژغورلی چې بحر کې ایسار وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.