کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د ریاست‌الوزراء اقتصادی معاونیت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کابل په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرمهال د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال ویلی، افغانستان د مناسب طبیعی چاپېریال لرونکی هېواد دی، خو د څو لسیزو په اوږدو کې د خطرناکو بمونو او کیمیاوی وسلو کارولو له امله یې هوا او طبیعت اغېزمن شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلی، چې په‌ دې مراسمو کې له ټولو هېوادوالو، په تېره د کابل له ښاریانو غوښتل شوی، چې په‌ خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوی او پاللو ته یې پاملرنه وکړی، ځکه په وینا یې د ککړ چاپېریال له اغېزو د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول دی.
تر دې وړاندې هر کال د نیالګیو کېنولو د موسم پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې ګڼ نیالګی کېنول شوی، چې ډېری یې بیا د وخت په تېرېدو د نه پاملرنې له امله بېرته له منځه تللی .
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.