پاکستانی پولیسو لاهور کې د عمران خان پر کور چاپه وهلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو په لاهور کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان کور ته ورغلی او د نوموړی د نیولو هڅه یې کړې.
راپورونه وایی، چې د عمران خان د ګوند پلویانو د پاکستانی پولیسو دې اقدام په غبرگون کې د تحریک انصاف گوند پلویان د عمران خان د کور تر شاوخوا راټول شوی او په پاکستان کې یې د لویو لاریونو پیلولو خبرداری ورکړی دی.
پخوانی لومړی وزیر عمران خان موده وړاندې له واکه لرې او پرځای یې شهباز شریف د لومړی وزیر په توګه دنده پیل کړه.
پر عمران خان دې وروستیو کې تور پورې شوی، چې له نورو هېوادونو څخه یې یو شمېر ترلاسه شوې تحفې یا خرڅې کړی او یا یې هم خپل کور ته وړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.