پاکستان پر سرپرست افغان حکومت د فشار په کارولو کې پاتې راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د سیاسی چارو لیکوال او کارپوهـ امیر رعنا له قوله ویلی، چې د پاکستان مرکزی حکومت پر اوسنی سرپرست افغان حکومت د فشار په کارولو کې پاتې راغلی دی.
که څه هم نوموړی تور پورې کړی چې ګوندې افغانستان کې د پاکستانی طـ.ـالبانو د شتون په اړه د اسلام اباد اندېښنه حقیقی ده، خو افغان لوری بیا د پاکستان دغه ادعا او اندېښنې بې ځایه بللی دی.
تر دې وړاندې وروستیو ورځو کې د سرپرست افغان حکومت او پاکستانی حکومت ترمنځ ځینې ټکرونه رامنځته شول، چې له امله یې نۀ یوازې د یوې اونۍ لپاره د تورخم دروازه د افغان لوری څخه تړل شوې وه، بلکې د افغان چارواکو په ځانګړی ډول د دفاع وزیر له لوری د پاکستان یو شمېر څرګندونو ته تند ځوابونه هم ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.