کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ ځایی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت د غازی آباد ولسوالۍ اړوند هیلګل درې په کموټی سیمه کې تېره ورځ د یو ویکسار موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی او یو بل تن چې ماشوم دی، ټپی شوی دی.
په مړو شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دی.
یاده پېښه تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې ده.
دې وروستیو کې د خرابو لارو او موټرچلوونکو د بې غورۍ له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکی پېښو شدت موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ