کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د ګارډین ورځپانې د خبر له مخې د پاکستان حکومت په خپلو زندانونو کې په زرګونه افغان کډوال بندیان کړی، چې اوس ورسره زندانونو کې بد او ناوړه چلند کیږی.
د ګارډین په وینا د دغه بد چلند له امله تر اوسه د پاکستان بېلابېلو زندانونو کې څلور تنو افغانانو خپل ژوند هم بایللی دی.
د دغه راپور له مخې د پاکستان چارواکو لخوا د دغو زرګونه افغان بندیانو دوسیې هم په سمه توګه نه څېړل کیږی.
ګارډین دغه خبر په داسې مهال ورکړی، چې په اسلام آباد کې د سرپرست افغان حکومت شارژدافیر په تازه څرګندونو کې ویلی، چې د پاکستان له زندانونو د افغان وګړو خوشې کېدل به د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې کړی.
د راپورونو له مخې دغو افغان زندانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ