د افغانانو ترمنځ سیاسی اختلافات د خبرو له لارې حل کېدای شی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی ویلی، کابل ته یې د سفر په ترڅ کې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره لیدنه کې ژمنه ترلاسه کړې، چې له فساد او نشه‌ یی توکو سره به چټکه مبارزه کوی.
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون د یوې خبری ناستې پرمهال چې د اروپایی ټولنې سرپرست استازی رافایلا یودیچی هم حضور درلود، د خپل پنځه ورځنی سفر راپور وړاندې کړ.
نیکلسون زیاته کړه، چې اروپایی ټولنه په افغانستان کې د هېڅ ډول وسلوال مقاومت ملاتړ نه کوی.
نوموړی وویل، افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد د سرپرست حکومت له چارواکو، سیاسیونو او خبریالانو سره لیدلی دی.
د ده په باور د افغانستان د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ خپلمنځی خبرې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.