کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۶ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان ګارډین ورځپانې سرپرست افغان حکومت باندې د پاکستانی چارواکو فشار راوړل ناکام وبلل، تازه د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی چارواکو له هند سره د سرپرست افغان حکومت د اړیکو پر ښه والی اندېښنه ښودلې.
پاکستانۍ نیوز رسنۍ د خپل حکومت د پخوانی چارواکی جان اڅکزی له قوله ویلی، چې له هند سره د سرپرست افغان حکومت اړیکې تر پخوا ډېرې نږدې شوې دی.
دغو رسنیو ته یاد پخوانی چارواکی د خپلو پټو معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې سرپرست افغان حکومت په ډیلی کې د افغانستان د سفارت په بدل کې په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ پر پرانیستلو هوکړه کړې ده.
که څه هم افغان حکومت تر دا دمه د هند سفارت او کونسلګرۍ د خلاصون په اړه رسماً څه نه دی ویلی، خو په تېر کې یې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ