کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۶ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلی، تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې یې د افغانستان له نیمایی ډېرو وګړو سره د خوراکی توکو په برخه کې مرستې کړې دی.
دې ادارې په یوه راپور کې ویلی، افغانستان کې یې د تېر زېږدیز کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشت پورې د څه باندې ۲۴٫۵ میلیونه وګړو سره، چې د ټول نفوس څه د پاسه نیمایی برخه جوړوی، د بېړنیو خوړو او تغذیې ملاتړ له لارې لاسنیوی کړی دی.
دوی دغه ادعا په داسې مهال کړې، چې لا هم د هېواد په ډېرو برخو کې خلک د فقر او لوږې سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ