معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن ۱۸۹ نور افغان زندانیان ایران څخه سرپرست افغان حکومت ته تسلیم شول

نن ۱۸۹ نور افغان زندانیان ایران څخه سرپرست افغان حکومت ته تسلیم شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ایران څخه د افغان بندیانو د خلاصون په لړ کې نن سه شنبه ۱۸۹ نور افغان بندیان هم د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې د سرپرست افغان حکومت مسوولینو ته تسلیم شول.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د بندیانو د سپارلو په مراسمو کې په تهران کې د افغانستان د سفارت د مشر مولوي فضل محمد حقاني په ګډون یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم حضور درلود.
تر دې وړاندې یو شمېر افغان بندیان په دغه ډول د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته تسلیم شوي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس