کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلی، چې تېره ورځ د دغه هېواد د سېند ایالت له زندانونو څخه د ۲۶ افغان مېرمنو په ګډون ۷۴ افغان مېرمنې او ماشومان آزاد کړل شول.
په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ هم ویلی، چې ټاکل شوې۷۰ تنه نور افغانان کډوال چې ۲۷ تنه یې نارینه، ۱۹ تنه یې مېرمنې او ۲۴ تنه نور په کې ماشومان دی، په راتلونکو څو ورځو کې د سېند ایالت له زندانونو څخه آزاد کړل شی.
دې وروستیو کې پاکستان حکومت لخوا افغان کډوالو سره د بد چلند له امله پر دوی د یو شمېر افغانانو او نړیوالو نیوکو زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ