حمید حسن د ملی لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ په خپلې رسمی پاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچوونکی حمید حسن د افغانستان کرکټ بورډ له لوری د ملی لوبډلې د توپ اچونې د نوی روزونکی په توګه وټاکل شو.
د خبرپاڼې له مخې حمید حسن د همدې دندې د ترلاسه کولو له امله له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.
بل لور ته حمید حسن هم خپله رسمی فېسبوک پاڼه کې ویلی، چې د دغې دندې لپاره یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړله.
حمید حسن زیاته کړې، دغه پرېکړه ورته ډېره سخته وه، خو د هېواد د کرکټ راتلونکی نسل روزنې لپاره یې له خپل نړیوال کرکټ سره خدای پامانی وکړه.
حسن د کرکټ بورډ له ادارې پر دې د دغه باور له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دی به هم خپله پوره خواری کوی، څو په دغه ډګر کې ټول شته خنډونه له منځه یوسی او د چټکې توپ اچونې په ډګر کې ستر استعدادونه پیدا کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.