کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتی، چې هر څه ژر دې افغان مېرمنو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړی، څو د نوموړی په خبره یو سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان ولرو.
بل لور د جمهوریت حکومت پرمهال د پخلاینې د عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر ښځو روان بندیزونه نقد کړی دی.
نوموړی هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلی، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول بې عدالتی او تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده او ټینګار یې کړی، چې د نجونو لپاره باید د زده کړو زمینه برابره شی.
نن اتم د مارچ د مېرمنو نړیوالې ورځ په داسې مهال افغانستان کې تېره شوه، چې دلته لا هم د مېرمنو پر تحصیل او کار بندیز نۀ دی ختم شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ