کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
پکتیکا ولایت چې نږدې یو نیم میلیون نفوس لری، د راپورونو له مخې یوازې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې په کې روغتیایی خدمات ترسره کوی.
دغه خبره رسنیو ته په پکتیکا ولایت یو شمېر روغتیایی چارواکو کړې ده.
د ځایی روغتیایی مسوولینو په وینا یادې روغتیاپالانې د ټول ولایت د ناروغانو لپاره په سمه توګه رسېدنه نه شی کولی.
د دغو مسوولینو په خبره د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له وجې دوی اړ شوی چې د هغوی پرځای نارینه ډاکټران وګماری.
د دغه ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکی وایی، په سیمه کې یې د ښځینه ډاکټرانو نشتون د ښځینه وو د ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی او غوښتنه لری، چې هر څه ژر باید دا تشه ډکه شی.
بلخوا د ښرنې په مرکزی روغتون کې هم په کار بوختې ښځینه روغتیاپالانې وایی د کاری فشار زیاتوالی له امله نهشی کولی ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړی.
ټوله پکتیکا کې په داسې مهال یوازې دوه ډاکټرانې فعالیت کوی چې افغانستان کې د اوسنی نظام په راتګ سره د نجونو پر وړاندې تعلیمی او تحصیلی چارې درېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ