ګهیځ نیوز: د کب/حوت ۲۰ مه ۱۴۰۱
ایټالیا کې افغان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه هېواد په جنوبی ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو مړو شویو افغانانو هویت تایید شوی، چې له ډلې یې د ۴۸ مړو شویو افغانانو جسدونه پېژندل شوی دی.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې د دغو ۴۸ پېژندل شویو جسدونو له منځه یې د ۴۶ افغان کډوالو اسناد هم صادر کړی دی.
په دغه بیان کې راغلی، چې یاد سفارت په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدنی ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هېواد ته د مړو شویو کسانو د اجسادو د لېږد په اړه هڅې پیل کړی دی.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، یو شمېر هغه کورنۍ چې هېواد ته د خپلو دوستانو د جسدونو د لېږد لپاره مالی توان نه لری، دوی یې د بېلابېلو ټولنو په مرسته د ملاتړ هڅې پیل کړی دی.
دغه سفارت همدا راز زیاته کړې، چې دې پېښه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکی ټپی شوی او یو شمېر نور ژوندی ژغورل شوی چې اوس خوندی ځایونو ته لېږدول شوی دی.
گهیځ