کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۰ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمود محرابی رسنیو ته ویلی، چې د فرانسوی شرکت د ژمنې مطابق د نویو چاپ شویو افغانیو لومړۍ بسته به د ۲۰۲۳ کال په (می) میاشت کې افغانستان ته ولېږدول شی.
د دې کمېټې رییس وایی، دغه پیسې د یو فرانسوی شرکت له لوری چاپ شوی، چې دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولری.
د نوموړی په خبره پاتې نورې بستې به د روان زېږدیز کال په وروستیو درېو میاشتو کې افغانستان ته وسپارل شی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلی وو، چې د یو نیم میلیارد په ارزښت نوې چاپ شوې افغانۍ چې د یوه پولنډی شرکت له لوری چاپ شوی، افغانستان ته لېږدول شوی دی.
هېواد ته د نویو افغانیو د لېږد خبره په داسې مهال کیږی، چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې او نورو د پېر او پلورونکو په وینا ډېری افغانی بانک نوټونه زاړۀ شوی، چې دوی ته یې په اخیستو او ورکولو کې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ