رینا امیری وایی، له سرپرست افغان حکومته غوښتل شوی چې خپلې شوې پرېکړې بېرته واخلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۰ مه نېټه):
د افغان ښځو، نجونو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری ویلی، چې د اسلامی هېوادونو یو شمېر استازیو “په اسلام کې ښځې” په نوم د یوې ناستې پر مهال له سرپرست افغان حکومته غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې صادر شوی فرمانونه بېرته واخلی.
امیری د اسلامی هېوادونو د استازیو له قوله پر ټویټر لیکلی، چې “د اسلام دین د ښځو ځپل” نه منی.
“په اسلام کې ښځې” په نوم ناسته د ښځو نړیوالې ورځې سره هم‌ مهاله د ملګرو ملتونو له لوری ترسره شوه او د دې ناستې مشری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری کوله.
رینا امیری خپل ټویټ کې دا هم ویلی، چې افغان قاضیانې له همکارۍ کولو څخه باید هېرې نشی.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې افغانستان کې د نجونو پر مخ لوړې زده کړې او کار باندې د سرپرست افغان حکومت بندیزونو ګڼ غبرګونونه راپارولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.