کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې د دوو جلا ترافیکی پېښو له امله پنځه تنه ټپیان شوی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهانی رسنیو ته ویلی، چې لومړۍ پېښه د سالنګ په عمومی سړک او دوهمه ترافیکی پېښه د دوشی ولسوالۍ په کیلګی سیمه کې رامنځته شوې ده.
مسوولینو د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی بللې ده.
د هېواد په اکثرو لارو کې د سړکونو د خرابوالو او د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله دغه ډول ترافیکی پېښو دې وروستیو کې ډېرښت موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ