بدخشان کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څلور مېرمنې د زېږون پرمهال مړې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د یوه روغتیایی مرکز مسوولینو رسنیو ته ویلی، چې په تېره یوه میاشت کې په دې ولسوالۍ کې څلور مېرمنې د زېږون پر مهال مړې شوې دی.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست چارواکی بیا وایی، په دغه ولایت کې د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچه ښایی تر دې هم لوړه وی، خو د لرې پرتو سیمو او روغتیایی مرکزونو ته د زېږون پرمهال د مېندو نه راوړلو له امله د هغې کره شمېره له دوی سره ثبت نه ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې لا هم ډېری مېندې د زېږون پرمهال روغتیایی مرکزونو ته پر وخت د نه وړلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.