افغانستان د سارک سازمان له نوبتی مشرۍ بې برخې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنۍ (دی نېشن) ویلی، چې د سارک سازمان د کړنلارې او قوانینو له مخې د دغه سازمان نوبتی مشری تر اوسه له سریلانکا سره وه، خو تر سریلانکا ورسته ټاکل شوې وه، چې دا نوبتی مشری افغانستان ته ورکړل شی، اما د نړۍ لخوا د سرپرست افغان حکومت په رسمیت نه پېژندل د دې باعث شو، چې د سویلی آسیا د همکاریو سازمان نوبتی مشری افغانستان ته ورنه کړل شی.
سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان له درې کلنې مشرۍ وروسته بیا د دغه څوکۍ د سمبالښت چارې بنګلدېش ته سپارل کېدې، خو دا چې افغانستان خپل وار ته ونه رسېد، بنګلدېش وړ وبلل شو او هغوی خپل یو پخوانی ډیپلوماټ غلام سرور د عمومی منشی لپاره ور وړاندې کړی دی.
سرپرست افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د سارک سازمان چې په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې تاسیس شو، مرکز یې په نیپال کې او د سویلی اسیا اووه هېوادونه افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف هېوادونه یې غړیتوب لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.