کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د افغانستان بانک د پلټنې کمېټې مشر ویلی، چې د دغه بانک د بریالی پولی سیاست له امله د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې شوی.
دا چې اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو ډالر تر څه کم ۸۹ افغانیو پلورل کیږی، دغې کمېټې مشر ویلی، دمګړۍ د افغانیو بیه د نورو اسعارو په مقابل کې د ثبات په حال کې ده.
له دې سره سم، اقتصاد وزارت د صادراتو ډېرېدل، د مالیاتو راټولول او همدا راز له فساد او د ډالرو له قاچاق کولو مخنیوی هغه څه ګڼی، چې له امله یې د افغانۍ ارزښت تر اوسه ثابت پاتې شوی دی.
د ریاست الوزرا له لوری هم موده وړاندې یوه خبرپاڼه کې ویل شوی و، چې د ځمکې له لارې نورو هېوادونو ته تلونکی افغانان نه شی کولی له ۵ سوه ډالرو او د هوا له لارې تلونکی افغانان تر ۵ زرو ډالرو ډېرې ځان سره ولېږدوی.
اوس مهال هره اونۍ دوه وار د افغانستان بانک له لوری په منځنی ډول ۱۶ میلیونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ