کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، سږ کال د طبیعی پېښو له امله په ټول هېواد کې له زرو ډېر کسان مړه شوی او تر ۲ زرو ډېر نور یې ژوبل کړی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین زیاتوی، اوس مهال د هېواد ۲۲ ولایتونه د طبیعی پېښو له ګواښ سره مخ دی.
د دغه وزارت د ګواښونو د کمېدو رییس ملا جانان سایق په کابل کې د طبیعی پېښو د ګواښونو کمښت پروژې د لاسته راوړنو ملی سیمینار په څنډه کې ویلی، د روان هجری لمریز کال د ورښتونو په ترڅ کې نږدې ۱۱ زره کورونه ویجاړ شوی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعی پېښو له امله زیانمنې شوې دی، ځمکې او کورونه هم وېشلې دی.
دغه کال د کم ساری سوړ ژمی له امله د واورو ښویېدنې، ډېرې یخنۍ، سېلابونو او د چتونو پرېوتو له امله د انسانانو ترڅنګ په زرګونه څاروی هم تلف شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ