کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
که څه هم سرپرست افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دی ویلی، خو داسې اطلاعات خپاره شول چې ګوندې د بهرنیو چارو د وزارت له لوری د دوو یاداشتونو په صادرولو سره بهرنیو چارو وزارت کې دننه د تشریفاتو مشر دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مشر په توګه ټاکلی دی.
د دغو مکتوبونو له مخې، د افغان حکومت دغه غړی به د حوت له ۲۱ نېټې وروسته د کونسلۍ چارې مخته یوسی.
وړاندې تر دې دغلته د تېر حکومت کونسلر مسعود عزیزی دغه چارې مخته وړلې.
دې وروستیو کې سرپرست افغان حکومت ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم خپل ډیپلوماټیک استازی استولی چې اوس هلته د افغان سفارتونو او کونسلګریانو چارې سمبالوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ