دادی لکه چې ګورو د ۱۴۰۱ لمریز کال وروستۍ ورځې او شپې دی، په نژدې لنډو ورځو کې به له خیره ۱۴۰۲ لمریز کال هم پیل کړو، په طبیعی توګه به له نوی کال سره به د وګړو په زړونو کې د تېر په څېر بیا هم نوې هیلې او نوی امیدونه را غوړیدلی وی، هر څوک به هڅه کوی په خپل زړه کې د را ټوکېدونکو دغه نویو هیلو او امیدونو سره دغه نوی کال پیل او تر تېرو کلونو یې په نسبتا ښه بڼه پای ته ورسوی.
خوار او جګړه ځپلی افغان ولس چې د لسیزو لسیزو تر اوږدو جګړو او نا خوالو تېرولو وروسته لا هم په بشپړه توګه د آرام او سکون حالت ته ندی رسېدلی، د نوی پسرلی او نوی کال په راتلو سره په زړونو کې د هیلو او امیدونو په سل هاوو او آن په زر هاوو غوټۍ نا سپړلې پاتې دی، د یوه نسبتاً سخت ژمی تر تېرولو وروسته او د پسرلی د ښکلی موسم په را رسېدو سره، د هیلو له زر ګونو ناسپړلیو غوټیو سره، د دې انتظار باسی چې نوی راتلونکی پسرلی او نوی پیلیدونکی لمریز کال به د دوی د ژوند په چارو کې بدلون راولی او په جګړه ځپلی هېواد کې به د آرامۍ او امنیت په فضا کې د ژوند تېرولو، زمینه ورته برابره شی.
شک نشته چې خوار افغان ولس تېرې پرله پسې څو لسیزې په خپل ټاټوبی کې له کورنۍ جګړې نیولې تر فقر او غربت پورې له رنګانګ ناخوالو سره لاس او ګرېوان و چې په هېواد کې د لوی تحول او بدلون وروسته، تر ډېره بریده د کورنۍ کور ورانونکې جګړې په ګډون د دا ډول نا خوالو ټغر ټول شو، اما دا هم باید هېر نکړو چې بیا هم لا یو شمېر ستونزې او نا خوالې شته چې په کار ده ورته پاملرنه وشی او د لیرې کولو په لار کې یې ګړندی او کوټلی ګامونه پورته شی.
نوی لمریز کال او نوی پسرلی پر افغانستان او افغانانو پداسې حال کې راځی چې دلته نور د الله په فضل د خپل منځی یا داخلی جګړې ټغر ټول شوی او پر ټوله خاوره د یوه واحد قیادت د حاکمیت هغه خوب چې خوارو او در په درو افغانانو دا نیمه پېړۍ د هغې د تحقق انتظار درلود، په پوره کېدو دی.
اما د دې سره دا هم باید هېر نکړو چې لا هم د افغانانو په وړاندې ځینی ستونزې او خنډونه شته چې باید د لیری کولو هڅه یې وشی او په ګډه د یوه آرامه، سوکاله او آباد افغانستان په لور ګامونه پورته کړو.
د یو شمېر نورو ستونزو او نا خوالو تر څنګ چې جګړه ځپلی افغان ولس یې د لیری کېدو په تمه دی، یو هم د هېواد نیم نفوس یا ښځینه طبقې ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو هیله ده چې اکثریت افغان ولس د دې ستونزې او نا خوالې د لیری کېدو غوښتونکی دی او هیله لری چې د هغه شته ستونزو او خنډونو په لیری کېدو سره چې حکومت پدې لار کې پرې استناد کوی، په هېواد کې د ښځینه وو د مکتبونو او پوهنتونو د زده کړو لړۍ بیا پیل شی او د دې خوار او ربړېدلی ولس دا ستره هیله او آرمان هم پوره شی.
پدې اړه د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلیو دروازو د بیرته پرانیستل کېدو لپاره ګڼو کورنیو او آن نړیوالو سازمانونو او شخصیتونو په پرله پسې ډول له افغان حکومت څخه د دې ښوونځیو د بیا پرانیستو غوښتنه هم وکړه او آن د اسلامی نړۍ معروفو او جیدو علماوو، له افغان حکومت څخه دا غوښتنه وکړه، خو تر دې دمه پدې اړه کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږی.
دادی اوس چې د نوی لمریز کال او د پسرلی د ښکلی موسم په را دبره کېدو سره د هېواد په زیاتره سیمو کې د ښونځیو نوی تعلیمی کال هم پیلېږی او په پوهنتونو کې هم نوی تعلیمی کال لا وختی پیل شوی د هېواد د ټولو وګړو دا غوښتنه ده چې باید د نجونو د تعلیم او تحصیل په وړاندې پرتې ستونزې لکه په هېواد کې شته نورې په لس هاوو ستونزې او نا خوالې حل او نور زمونږ د خویندو او لوڼو پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیستل شی.
له دې انکار نشی کېدلای چې د نجونو د تعلیم او تحصیل په سیستم کې په تېرو حکومتونو کې یو لړ ستونزې وې خو دا پدې معنا هم نده چې دغه ستونزې د حل کېدو وړ نه وی او د هغې په خاطر دې باید زمونږ د هېواد نیم نفوس له تعلیم او تحصیل څخه محروم وساتل شی.
پرته له شک څخه هره ستونزه د حل لاره لری او د هرې ستونزې لپاره د حل لارې باید ورته ولټول شی، که چېرې ستونزې همداسې پرېږدو او ورته شا کړو، یقینی خبره ده چې ستونزې او نا خوالې لا زیاتېږی خو کمېږی نه.
دا هم باید هېر نه کړو چې خوار افغان ولس په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې د جګړې تر څنګ هر ډول ستونزې او نا خوالې تجربه کړې او هیله لری چې نور به دوی د خپلو بچیانو د تعلیم په څېر له ضروری اړیتاوو څخه نه محرومېږی او حکومت به د نوی پسرلی او نوی کال په درشل کې پر هېوادوالو د نجونو د زده کړو د بهیر د بیا پیل خوږ زیری هم وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ