د اطلاعات او کلتور وزارت وایی، د تاریخی آبداتو ساتل او رغول یې لومړیتوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ویلی، چې د تاریخی ابداتو د ساتنې لپاره د ۰۱۲ په نوم د یوې قطعې جوړولو تشکیلات بشپړ شوی او د یوه کال په جریان کې سلګونه کسان د تاریخی ابداتو د ساتنې په موخه په دندو ګمارل شوی دی.
نوموړی د پکتیا بالاحصار د وضعیت ارزونې او بالاحصار اړوند د غصب شوې ځمکې راګرځولو په موخه دې ولایت ته سفر کړی.
د هنر او فرهنګ مرستیال د بالاحصار د لیدنې پر مهال ویلی، چې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې یې د دې تاریخی کلا رغول او ترمیم ته لومړیتوب ورکړی.
نوموړی زیاته کړې، اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوی، څومره اسانتیاوې او بودجه چې په خپل واک کې لری، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخی آبداتو او سیمو په بیارغونه کې ولګول شی.
افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ډېری تاریخی آبدات ویجاړ او یا نورو هېوادونو ته قاچاق شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.