د اوسنی سرپرست حکومت په حاکمېدو سره ۵۸ سلنه ترورسیتی بریدونه کم شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
په اسټرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په ۲۰۲۲ کال نړۍ کې د ترهګرۍ د وضعیت په اړه په خپل نوی راپور کې ویلی، چې افغانستان د پرلپسې څلورم کال لپاره د هغو لسو هېوادونو په کتار کې لا هم شامل دی، کوم چې د تروریستی فعالیتونو له امله ډېر اغېزمن شوی دی.
دغې انسټېټیوټ په خپل خپاره کړی راپور کې وړاندې ویلی، د اوسنی سرپرست افغان حکومت په واکمن کېدو سره افغانستان کې د تروریستی بریدو کچه ۵۸ سلنه راکمه شوې ده.
د دغې راپور له مخې افغانستان لا هم تروریزم څخه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې پاتې دی.
یاد انسټیټیوټ په داسې مهال دغه څرګندونې کړی، چې د سرپرست افغان حکومت له لوری دې وروستیو کې د داعش ډلې د غړو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړی، چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې پورې اړوند یو شمېر کسان نیولی، وژلی او پټنځایونه یې ورته له منځه وړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.