ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
په جنیوا کې د کډوالو عالی کمشنرۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کډوالو لپاره د یوې نوې طرحې جزیات خپاره شوی دی.
په دې طرحه کې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوی، چې له افغان کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.
په طرحه کې راغلی، له غوښتل شوې مرستې څخه به ۷،۹ میلیونه کډوال برخمن شی، چې په دې کې ۵،۲ میلیونه یې افغان کډوال دی او له شویو مرستو څخه به یوه اندازه د دغو کډوالو کوربه هېوادونو ته ورکړل شی، ترڅو دغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ روان زېږدیز کال په ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا په دریو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۱۳ میلیونه امریکایی ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ ویلی، له هغو کډوالو چې مرستو ته اړتیا لری، ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دی.
افغانستان کې د نوی حکومت په راتلو سره په لویه کچه افغانان د امنیتی تهدیداتو، سیاسی مخالفتونو او بې روزګارۍ له وجې نورو هېوادونو ته کډوال شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.