کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د دغه جومات د ډبرې کېښودو په مراسمو کې چې د سرپرست حکومت ګڼ شمېر چارواکو په کې برخه اخیستې وه، د شنې ساحې په ګډون د دغه جومات لپاره ۱ زر ۶۰ متره مربع ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
راپورونه وایی، چې د دې اندازې په ۶۲۷ متره مربع کې یې یوازې د جومات ودانۍ جوړیږی.
ویل کیږی، چې په دغه جومات کې کتابتون، د یخو او ګرمو اوبو سیستم، مرکز ګرمی، انټرنېټ، د غږ کنټرولولو خونه او د تدریس ځای هم په پام کې نیول شوی دی.
یاد جومات به یوه لویه ګنبده او څلور منارونه ولری، چې په یو وخت به په کې۱۵ سوه لمونځ کوونکی ځاییږی.
ټاکل شوې د دغه جامع جومات د رغولو چارې په یوه کال کې بشپړې شی، چې تر ډېره به پکې له لومړۍ درجه کورنیو ودانیزو موادو لکه د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د مېدان وردګو له ډبرو او د کونړ او نورستان له لرګو څخه کار واخیستل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ